د هرات ولایت په ګمرک کي ناقانونه وارداتي توکي ونیول سول

د هرات ولایت ګمرک د تشرېح برخي زړورو مسؤلینو (١٠١ بوجۍ) پلاستیکي کڅوړي او تسبیح چي په ډېر مهارت په باروړونکي یخچالي موټر کي ځای پر ځای سوي وې، کشف او ونیولي.
د یادو پلاستيکي کڅوړو ټول وزن ١٨١٨ کیلو ګرامه او د تسبیحو وزن چي ۸۳۲ کیلو ګرامه کېدئ، په ناقانونه توګه د قاچاق وړونکو له خوا له ګاونډي هیواد ایران څخه افغانستان ته واردېدل کشف او ضبط او په پېښه کي تورن کسان د قانون منګلو ته وسپارل سول.

د یادوني ده، چي د تعرفې کمېټې د پرېکړي پر بنسټ د کورنیو تولیداتو د ملاټر او چاپیریال ککړتیا د مخنیوي په موخه د پلاستیکي کڅوړو واردات بند سوي دي.