د مالیې وزارت له لوري د زون په کچه خپلو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړوني امریت له لوري د کندهار ولایت په مستوفیت کي د څلورو ولایتونو (هلمند، روزګان، کندهار او زابل) کارکوونکو ته اته ورځنی روزنیز پروګرام د ۱۴۰۱ کال وري میاستې په ۶مه نېټه پیل سو، په دغه روزنیز پروګرام کي به د ماليې وزارت کارکوونکو ته په اداري وړتیا لوړونه، د عوایدو ارزونه یا بررسي، د عوایدو د محاسبې او نورو لومړیتوب لرونکو برخو کي روزنه ورکړل سي.
دا په داسي حال کي ده، چې د مالیې وزارت په چوکاټ کي د هري اړوندي برخي نوو کارکوونکو ته د زون په کچه د وړتیا لوړوني، مالیاتي محاسبې، سیستمونو سره د بلدتیا او یو شمېر نورو لومړیتوب لرونکو برخو کي روزنه ورکول کېږي، چي دا ئې درېیم پړاو دئ، دا بهیر به نور هم دوام مومي او دهیواد ټولو ولایتونو ته به وغځېږي.
