د عوايدو لوی رياست او د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مسؤلينو ترمنځ ناسته وسوه

دغه ناسته چي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج په مشرۍ او د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو لوی رئیس ښاغلي محمد زبیر دین پرور هم په کښي گډون درلود، دواړو لوریو د مخکينيو کړنو په پرلپسېوالي او په برېښنايي ډول د مالیاتي مکلفيتونو د تصفیې لکه د (RMIS) سيسټم او د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو لوی ریاست د جوازونو د بيل د صدور سيسټم د نښلوني (Integration) او د معلوماتو د تصفيې (Data Cleanup) په تړاو بحثونه وکړل.
د دغي کړني د پلي کولو او ترسره کولو موخه دا ده، چي په هيواد کي د متشبثینو د فعاليت د جوازونو کيفيت معياري او لوړ سي.
