د سپین بولدک سرحدي ګمرک امنیتي منسوبینو د زړې اوسپني د قاچان مخه ونیوله

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي ګمرک امنیتي منسوبینو د ۵۰۰ کیلو ګرامه کباړ/ زړې اوسپنې او د سر ویښتانو د قاچاق مخه نیولې.
یاد کباړ او د سر ویښتان په خورا مهارت سره په څو بار وړونکو لاریو کي ځای پر ځای سوي وو، چي د ګمرک امنیتي منسوبینو له لوري ونیول سول.

د یادوني وړ ده چي د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړي له مخي له کورني صنعت څخه د ملاتړ په موخه له هیواد څخه بهر د هیڅ ډول زړو اوسپنو د وړلو اجازه نه ورکول کیږي .