د باختر هوایي شرکت بیا فعالېږي

د افغانستان حکومت غواړي، چې د باختر هوایي شرکت بیا ځلې فعال او په کورنیو الوتنو کې کار ترې واخلي.
د دې شرکت د بیاځلې فعالېدو موخه دا ده، چې یو مقتدر دولتي شرکت دی او همدا شان وکولی شي له خصوصي شرکتونو سره سیالي وکړي او هم د هوایي ټرانسپورټي خدمتونو په وړاندي کولو کې ګټور تمام شي.
په همدې موخه د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته و شوه.
په دې ناسته کې د باختر هوایي شرکت په سوداګریز پلان، بازار موندنې او د دې شرکت په برنډ جوړنې، امنیتي پلان، تشکیلاتو او الوتنو عملې، د کارکوونکو استخدام او روزنې او د نوموړي هوایي شرکت د اساسنامې په تړاو هر اخیز بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې ده، چې د باختر هوایي شرکت به د کورنیو الوتنو په برخه کې کار وکړي او د ښه مدیریت لپاره به دې شرکت ته د افغانستان حکومت نوی جواز ورکړي.