د افغانستان د زیربناوو وجهي صندوق کاري ګروپ غونډه جوړه شوه

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک رئیس ښاغلي نریندرا سینګرو په ګډه مشرۍ نن د سلواغې میاشتې په ۱ نېټه د افغانستان د زیربناوو وجهي صندوق کاري ګروپ غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې نورو پراختیایي مرستندویانو هم ګډون کړی ؤ، د افغانستان د زیربناوو وجهي صندوق لخوا په تمویلونکو پروژو، د پروژو پر ستونزو او حل لارو او راتلونکو پروژو په هکله هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
