تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالی وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۳۵۵۲) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۲۶۳۴) کیلو ګرامه مالګه، (۴۱۸۴) کیلو ګرامه رُب، (۳۶۲۵) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۲۹۷۵) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۶۰۶) کیلو ګرامه درمل، (۹۰۸) کیلو ګرامه مکروني، (۲۷۸) کیلو ګرامه رخت باب، (۳۲۴) کیلو ګرامه خالي کارټنونه، (۱۶۰۰) کیلو ګرامه تنباکو، (۲۳۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۲۵) کیلو ګرامه شامپو، (۱۲۰) کیلو ګرامه دال او (۷۰) کیلو ګرامه بنجاره شامله ده.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
.