د مالیې وزارت او د اړوندو واحدونو په ځانګړو دندو کې د نورو ادارو د مداخلې مخنیوي په اړه د مالیې وزارت ځواب

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 10 2019 8:41 AM

په دې وروستیو کې د مالیې وزارت متحدالمال مکتوب چې ۲۱/۳/۱۳۹۸ نېټه د یاد وزارت په ځانګړو دندو کې د نورو ادارو له مداخلي څخه د منخیوي په موخه د مالیې وزارت اړوندو ادارو ته صادر شوی، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور او اجتماعي شبکو کې لاس په لاس شوی دی.

د مکتوب له محتوا څخه داسې اخیستنه شوې، چې ګواکې مالیې وزارت د ادارو له څارنې او پلټنې څخه مخنیوی کوي، په داسې حال کې چې د مالیې وزارت رهبرۍ د دې وزارت په کاري بهیر کې روڼتیا او اغیزمنتوب ته پوره ژمن دی او خپل وظیفوي مسؤلیت یې ګڼي.

د یاد مکتوب پیغام او محتوا چې د مالیې وزارت 4877 ګڼې 16/12/1394 نېټې مکتوب په تعقیب او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې 1/8/1393 نېټې د ۳ مې ګڼې مصوبې له هدایت سره پوره مطابق لري. نه یواځې دا چې د دولت له کاري پالیسۍ سره په ټکر کې نه دی بلکه د ادارو په کړنو کې د ښه والي، روڼتیا او اغیزمنتوب سبب شوی چې د پراختیایې بودیجې د لګښت او د ملي عوایدو د راټولیدو په برخه کې د مالیې وزارت وروستۍ لاسته راوړنې د دې حقیقیت ښکارندویي کوي.

د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر اوسه د دولت پراختیایې بودیجه ۴۲ سلنه لګول شوی ده. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د چنګاښ میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې پراختیایې بودیجه ۳۵ سلنه لګول شوی وه. همداشان د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې له ۱۰۰ میلیاردو افغانیو څخه زیات ملي عواید راټول شوي دي چې تېر کال په همدې نېټه ۸۷ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي وو.

د یاد مکتوب له صادرولو څخه د مالیې وزارت موخه د دې وزارت په ځانګړو چارو په ځانګړې توګه په عوایدي سرچینو کې د نورو ادارو له مداخلې څخه مخنیوی دی چې د ګمرکونو قانون، پر عایداتو د مالیاتو قانون او د هیواد نورو تقنیني سندونو سره سم د مالیې وزارت له دندو او مسؤلیتونو څخه شمیرل کیږي.

په نورو برخو کې چې له عوایدي سرچینو څخه کنټرول، نظارت، بررسۍ او همداشان له فساد سره مبارزه ده د مالیې وزارت یې د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې ملاتړ کوي او له اړوندو ادارو سره هر اړخیزه همکاري او همغږي کوي او کړې یې ده.

په همدې اساس د یاد مکتوب له صادریدو څخه موخه د مالیې وزارت په ورځینو چارو کې د غیر قانوني مداخلو مخنیوی، د بي ځایه بروکراسي او د دې وزارت عادي فعالیتونو له مختل کولو څخه مخنیوی، د مالیې وزارت د واحدونو کاري بهیر چټکتیا او دې ته ورته نور موضوعات دي.

 یادو ټکو ته په کتو سره، په داسې حال کې چې مالیې وزارت د عایداتي واحدونو له اجرااتو څخه جدي نظارت او پلټنه د دې وزارت په لومړیتوبونو کې ده، د کارکوونکو او مسؤلینو نا وړه ګټه اخیستنه او تخلف په دقت سره څاري او په دې برخه کې له امنیتي او کشفي ادارو او همداشان له عدلي او قضایې ارګانونو سره ټینګې اړیکې او اغیزمنه همغږي لري.

 همداشان د مکتوب د محتوا موضوع اطلاعاتو ته د لاسرسي او د اطلاعاتو له ازادي سره هیڅ ډول اړیکه نلري او د اطلاعاتو د ازادۍ جریان نه اغیزمنوي. یواځې له نورو ادارو سره د مالیې وزارت د ځانکړو دندو د  روښانه کولو په موخه لیږل شوی دی. مالیې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون جدي پلي کیدو ته ژمن دی او له ټولو متقاضیانو سره هر اړخیزه همکاري له خپلو قانوني دندو او لومړیتوبونو څخه شمیري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS