د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي تاریخ تېر او بې کیفیته توکي وسوځول سول!

د تلي ۱۹مه ۱۴۰۴هـ.ل
د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۳۶) ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي موجود وو، د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کي وسوځول سول.
دغه توکي یوه اندازه ئې قاچاقي او یوه اندازه ئې تاریخ تېر او ټیټ کیفیت را وارد سوي وو، چي له منځه یووړل سول.