د مالیې وزارت سرپرست په ولسي جرګه کې د غور ولایت د خلکو له استازي سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په ولسي جرګه کې د غور ولایت د خلکو له استازي فاطمې کوهستانۍ، سره د دې ولایت د یو شمېر قومي مخورو او سپینږیرو په حضور کې ولیدل.
د لیدنې په مهال په ولسي جرګه کې د غور ولایت د خلکو استازي د لعل او سرجنګل ۱۵ کیلومټره سړک جوړولو وړاندیز وکړ او د مالیې وزارت له سرپرست څخه یې وغوښتل چې د یاد سړک د جوړولو لپاره بودیجوي امکاناتو په چمتو کولو کې همکاري وکړي.

د مالیې وزارت سرپرست د بودیجې عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره د لعل او سرجنګل سړک جوړولو لپاره مالي امکانات په پام کې ونیسي.