د مالیې وزارت مقام له لوري د روان مالي کال د تعرفې کمېټې دوهمي ناستي پرېکړي منظور سوې

admin_mof
داتوطلبی

د تعرفې کمېټې دوهمه ناسته، چي د روان کال د وږي میاشتي په (۲۹مه) نېټه جوړه سوه، پرېکړي ئې د تلي میاشتي په (۸ مه) نېټه د مالیې وزارت مقام له لوري منظور سوې، چي په لاندي ډول دي:
۱ - د درز لرونکو جستي اوسپنیزو نلونو وارداتي ګمرکي تعرفه له (۱۰) سلني څخه (۲۰) سلني ته لوړه سوه، چي د (تلي میاشتي له ۹ مي نېټې) څخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۲- د وارداتي بیټریو ګمرکي تعرفه له (۵ سلني څخه ۸ سلني) ته لوړه سوه، چي د (لړم میاشتي په ۹ مه نېټه) د هیواد په ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۳ – د وچو مېوو او کالیو لپاره چسپ لرونکي ښیښه‌یي (رڼې) پلاستیکي کڅوړي، چي پخوا په سایر کوډ کي د (۵۰) سلنه تعرفې په لرلو سره محصولېدلې اوس ورته ملي کوډ جوړ او د ګمرکي محصول لپاره (۲۵) سلنه تعرفه ورته وټاکل سوه، چي د (تلي میاشتي له ۹ مي نېټې) څخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!

د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

Back to announcements