د مالي جرایمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ غونډي ته د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وینا

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۷

د افغانستان اسلامي امارت مشرانو، مسؤلینو او محترمو تجارانو او صنعت کارانو او د غونډي ټولو ګډونوالو او ټولو ته اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

امید لرم چي ټول به له ښه صحت څخه برخمن یاست او ټولي ورځنۍ چاري به مو په ښه توګه مخ ته رواني وي.

لکه څنګه چي پوهېږو مالیات د یوه هیواد د ملي عوایدو په تامین کي خورا مهم رول لري. همدا مالیات دي چي د هیوادونو ملي بودیجه جوړوي او د ولسونو امنیت، عامه خدمتونه او هوساینه تضمینوي.

په اوسنیو شرایطو کي د افغانستان ملي بودیجه مطلق له داخلي عوایدو برابریږي نو دا زموږ او ستاسو د مالیې وزارت ضمه داري ده، چي د مالیاتو په راټولولو کي شفافیت رامنځته کړي، داسي شفافیت چي نه د امارت عواید ورک سي او نه هم پر صنعت کارانو او سوداګرو بې ځایه بوجونه تحمیل سي. ما چي کوم آیت کرمه تلاوت کئ وعدې او خبرې خو هره ورځ سره کوو، باید په هغه څه عمل وکړو چي څه وایوو. باید سره کېنو ښه مجلس سره وکړو، خو چي ولاړ سو متآسفانه مسؤلین په خپله وعده وفا نه کوي او هم د تجارانو او صنعت کارانو صرف هغه مجلس غرض وي نور بیا په میاشتو میاشتو ورک وي.

نو زما مطلب دادئ، چي په کوم ځای کي یو مجلس دایر سي باید د هغه مجلس د اخلاص او د عمل په ډګر کي هغه خبرو ته د عمل جامه ور واغوستل سي، صرف یو بل به نه سره خطا باسو. دا به ژمنه کوو، ځکه دا د پنځه څلویښت میلیونه افغانانو مسؤلیت د اسلامي امارت پر غاړه دئ. اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو د عزت، حیثیت او د سر او مال ساتنه یې ضمه داري ده.

د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلین نه کومه شتمني لري او نه کومه سرمایه لري، د هغه سرمایه ستاسو تجارانو او صنعت کارانو سرمایه ده، چي ملک او د افغانستان اسلامي امارت به پر چلېږي. دا چي په شفافه توګه تجاران خپلي مالیې ته ژمن سي او صنعت کاران چي په خپله صنعت کارۍ کي څه تولیدوي، پر هغو باندي شفافه مالیه و خپل د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو ته چي نن یي د مالیې وزارت په راس کي دئ ورکړي.

د دې سره -  سره چي مالیاتي معافیت او اوس مهال زموږ یو بحث دئ، د یادولو ده چي د مالیې وزارت له خوا پنځه کلني اودرې کلني بررسۍ او له دې سره هم مهاله د جوازونو د تمدید مسئلي هم سوداګر سخت په تنګ کړي دي او د پنځه کلني او درې کلني بررسي له ویري په بهر کي پراته سوداګر جرئت نه کوي، چي هیواد ته راسي د جوازونو د تمدید د جنجال له امله ځینو تجارانو خپل جوازونه د خپلو دفترونو الماریو کي ایښي دي او هر درې کاله وروسته د خپلوانو په نامه نوي جوازونه جوړوي، ځیني سوداګر وایي چي موږ د مالیاتو ورکړي ته ژمنه یوو، خو دوی غوښتنه کوي چي زموږ مالیاتي تصفیې دي یو کلنۍ سي ولس باید په هیڅ صورت له خپلو هیڅ ډول حاکه، مسلمه او ثابتو حقوقو څخه محروم نه کړل سي. په دې اړه مو د مالیې له وزارت څخه غوښتنه ده، چي د یادو ستونزو لپاره یوه اساسي حل لاره او خپل اجرایي میکانیزم جوړ او د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته یي وړاندي کړي؛ ترڅو د یادو ستونزو د رفعه کولو لپاره په لوړه کچه تصمیم ونیول سي.

الحمدلله نن ورځ که وګورو اول خو ټوله دروازې د ټولو صنعت کارانو او سوداګرو پرمخ خلاصي دي، که کومه ستونزه ولري هري ادارې، ریاست او وزارت ته چي مراجعه وکړي، خپله ستونزه حلولای سي.

خصوصا چي موږ ته مراجعه وکړي، موږ یې په هغه ساعت د دوی ستونزه حلوو او موږ خپل وس ورسره کړئ دئ، حتی داسي هم پېښه سوې ده، چي ما ته وویل سول چي پلانکی ځای کي زموږ یو تاجر اختطاف سوی دئ ما په هغه مجلس کي خبره کړې ده او بیا مي د هغه د خلاصونه جدي اقدام کړئ دئ.

موږ دوی ته متوجه یوو، هر هغه څوک په ځانګړي توګه صنعت کاران او تجاران چي په افغانستان کي پانګونه لري، موږ د دوی عزت، مال و سره ته د حفاظت په توګه ژمن یوو، دا زموږ ضمه داري ده چي موږ به د دغو خلکو په عام تور د ټول افغانستان امنیت ساتنه خپل مسئولیت وګڼو، خاصتآ د صنعت کارانو او تجارانو چي د افغانستان اقتصاد په دوی پوري اړه لري موږ د دوی هر قسم امنیت، مال او د سر ساتني او د عزت ساتنې ته یې ژمن یوو دا زموږ ضمه داری ده او موږ پر ځان قبله کړې ده.

 د افغانستان اسلامي امارت سوداګرو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکوم، چي د اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کوي، چي ستاسو ستونزو ته اساسي حل لاري پیدا کړي او تجارتي فعالیتونه مو اسانه کړي. انشاالله دا ډاډ درکو، که څه هم ستونزي خو ډېري سته ښه سره پوهېږو، خو بیا هم موږ خپل ټول وس او توان له تاسو سره شریکوو.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .