د عوایدو د برېښنايي کېدو د درې اړخیزه هوکړي پر مهال د ماليې وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري وینا

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۰:۳

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم -  بسم الله الرحمن الرحیم

 } وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰ أَجَلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَىٰ أَلَّا تَرْتَابُوا {البقره: ۲۸۲

د افغانستان بانک او د احصائې او معلوماتو ملي ادارې قدرمنو رئيس صابانو، د رسنيو د مرکز او اړوند ادارو مسولينو، د رسنیو محترمو استازو او د غونډي ټولو قدرمنو ګډونوالو:

 اسلام علیکم ورحمت وبرکاته:

موږ ټول افغانان د الله تعالی ډېر شکر ادا کوو، چي وروسته له ډېرو کلونو يې د لمړي ځل لپاره افغان مجاهد او مبارز ملت  ته دا توانایي ورکړه، چي حکومت یې خپله ملي بودجه د خپلو داخلي عوایدو څخه ترتیب کړه او اوس الحمدلله د پلي کېدو په حالت کي ده.

د ملي بودجې د تمویل لپاره ملي عواید په شفاف ډول راټولول، په شفاف ډول مصرف کول او همدارنګه خپل ځوریدلي او کړېدلي؛ خو قدرمن ملت ته معیاري خدمات وړاندي کول د افغانستان اسلامي امارت د حکومتدارۍ له اولیتونو څخه دي.

 ملي عواید هغه وخت په شفاف ډول راټولیدلای سي، چي د فساد سره  مبارزه وسي او ټوله عواید د سیسټم له لاري راټول سي،  الحمدلله د مالیې وزرات په خپل تدبیر او کاري غوره والي او د ژمن او مسلکي کادرونو په ګومارولو سره  اداري فساد له منځه وړی او د ماليې وزارت ټولي کړني يې برېښنايي کړي دي او واقعيي شفافيت يې رامنځته کړی دئ،

دې هدف ته د رسېدولو لپاره  د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام د (شل يو اويا)20  71    ګڼه حکم هم داسي هدايت ورکړی:

((ددې لپاره چي عوايد په شفاف ډول راټول او د بې نظميو او ګډوډيو مخنیوی وسي، ټولي عایداتي ادارې مکلفي دي چي خپل عوايد د بانک له لاري په اصولي ټوګه راټول کړي))

د پورتني هدایاتو د تطبیق لپاره د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د  هغه وزارتونو او مستقلو ادارو خدمات او عواید چي تر اوسه لا برېښنايي سوي نه دي په  بانکي بڼه تغیر وي، چي داده شروع مو د ملي احصائیه او معلوماتو ادارې څخه وکړه او د اصلاحاتو دا لړۍ به په نورو اداراتو کي هم د وخت په تېروېدو سره تطبیق سي، ددې اصلاحاتو په تطبیق کي د افغانستان بانک، د ملي احصائیه او معلوماتو ادارې د مشرتابه او د مالیې وزارت د همکارانو څخه خاصه مننه کوم.

درنو حاضرینو! ملي عواید، زموږ د ګران افغانستان د پرمختګ او مالي خپلواکۍ دپاره په بدن کي د ويني حيثیت لري.

په برېښنايي او شفاف ډول د ملي عوایدو د راټولېدو په  موخه د الکټرونیکي تذکرو سیسټم او د عوایدو راټولو معلوماتي او مدیریتي سیسټم پیوستون د غوره حکومتولۍ پر لوري مهم ګام دئ.

دغه چاره به د برېښنايي عوایدو په راټولو کي د شفافیت سبب وګرځي، په ادارو کي به د وخت د ضایع کولو مخه ونیسي او ترڅنګ به یې د عوایدو په راټولو کي لازمي اسانتیا هم رامنځته کړي وي.

د ماليې وزارت به د دې هوکړي ټوله مواريد  او خپل مسؤلیتونه به په ښه امانتدارۍ او ټاکلي وخت سره ترسره کوي.

د عوایدو عمومي ریاست به په خپلو ورسپارل سوو مسؤلیتونو کي چټک ګامونه پورته کوي، د یوزر جوړولو او سیستم د توصل لپاره به ګړندي او تخنیکي ګامونه اخلي.

د مالیې وزارت به د درې واړو ادارو په همکارۍ او ملتیا خپلي چاري ښې مخته وړي او زه پر دې باوري یم، چي موږ به د برېښنایي حکومتولۍ په پیاوړي کولو کي تر دې نور هم وړاندي ځو او د نوي افغانستان لپآره به خولې تویوو.

د سوکاله او  ودان افغانستان په هیله

ستاسو د ټولو د پاملرني څخه مننه

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .