نیمروز کي سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سیکټور استازو ته د افغانستان مالیاتي نظام په اړه معلومات ورکړل سول

syllab_admin
Thu, Feb 05 2026 10:04 AM
..........

د سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د نیمروز ولایت سوداګرو، صنعتکارانو، صرافانو، اصنافو، ډاکټرانو او د خصوصي سیکټور استازو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او مالیاتي اصولو په تړاو معلوماتي پریزینټېشن د نیمروز مستوفیت د غونډو په تالار کي وړاندي سو.
په همدې اړه جوړه سوې غونډه کي د نیمروز مرستیال والي، مستوفي، سوداګرو، صنعتکارانو، ډاکټرانو، صرافانو او اصنافو سربېره د خصوصي سیکټور استازو او د مالي چارو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د نیمروز مرستیال والي الحاج مولوي تورجان احمدي، نیمروز ته د عوایدو لوی ریاست د ورغلي هیئت هرکلی وکړ او وئې ویل، چي پر ټاکلي وخت د مالیې ورکول د هیواد د ابادۍ او پرمختګ وسیله ده، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د مالیاتو په نورمونو کي ګڼ تخفیفونه رامنځته سوي او هڅه کېږي، چي د کورني صنعت د پراختیا او پر ځان بسیایني په موخه خصوصي سیکټور ته لا ډېري مالیاتي اسانتیاوی رامنځته کړي.
د عوایدو لوی ریاست استازو ګډونوالو ته د ملي بودیجې پر جوړښت او تمویل، د افغانستان مالیاتي نظام، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه‌ ورکوونکو د حقونو، مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
په پای کي له ګډونوالو وغوښتل سول، چي د مالیاتي ستونزو د حل په موخه دي خپلي ستونزي وخت په وخت له مستوفیت سره شریکي کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS