د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!

د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵) امنیتي کېمرې نصب او فعالي کړې.
د یادو امنیتي کېمرو په نصبېدو سره به د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سرغړونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کي هم د پام وړ مثبت بدلون رامنځته سي.
دا کېمرې د یادو ګمرکونو په بېلابېلو برخو کي نصب سوي دي، چي په نيږدې راتلونکي کي به له پلازمېني کابل سره هم ونښلول سي.
د یادوني وړ ده، چي څه موده وړاندي د اسلام کلا او تورغونډۍ په سرحدي ګمرکونو کي هم ورته امنیتي کېمرې نصب او فعالي سوي وې.