د نیمروز ولایت د عوایدو، د بلخ ولایت د ګمرکونو او د مرکزي زون کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرامونه پای ته ورسېدل!

org_admin
Tue, May 27 2025 10:39 AM
..........


د غویي ۳۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د نیمروز ولایت (۳۴)تنو کارکوونکو ته د (عوایدو د مالیاتي قوانینو او سيکټاس سیسټم) تر عنوان لاندي د مالیې ډولونو، د مالیه ورکوونکو حقوق او مکلفیتونو او د مالي نورمونو په تړاو او د بلخ ولایت د ګمرک (۴۱)تنو کارکوونکو ته (د ګمرکي ادارې او مسلکي چارو) تر عنوان لاندي د ګمرکي اهدافو او مکلفیتونو، د اظهارنامې سنجش، محاسبو او ټرانزیټ په تړاو او همدارنګه د مرکزي زون (۱۷)تنو کارکوونکو ته (د مالیاتي قوانینو او سيکټاس سیسټم) تر عنوان لاندي د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، پروسیجرونو او سیسټمونو په تړاو روزنیز پروګرامونه پای ته ورسېدل.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت هڅه کوي، د دغه ډول پروګرامونو په جوړولو سره د خپلو اړوندو ادارو ټول کارکوونکي په مسلکي وړتیاوو سمبال کړي؛ ترڅو سته ستونزي حل او د غوره خدمتونو په وړاندي کولو سره هيوادوالو ته لا هوساینه رامنځته کړي.

.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS