د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د ټولو ولایتونو له مستوفیانو سره انلاین ناسته وکړه!

syllab_admin
Wed, Apr 24 2024 2:50 PM
..............

 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد او د ولایتي عوایدو د پراختیا او همږغۍ ریاست رئیس مولوي عبدالمجید (نجیب الله)، د دغه ریاست د آمرینو په حضور کي د هیواد د (۳۴) ولایتونو له مستوفیانو سره انلاین ناسته او خبري وکړې .
په دغه انلاین ناسته کي، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه، د هیواد د مستوفیتونو د کیفیت په ښه کېدو، د رڼو ملي عوایدو پر راټولولو، د کارونو د توحید په موخه هره اوونۍ له ټولو اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناستي په ترسره کولو، د چارو د لا ښه پرمختګ او د خنډ او ځنډ د له منځه وړلو په موخه د دفترونو په ښه سمبالولو او یو لړ نورو اړینو مسایلو باندي بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ په دغه ناسته کي د زیارکښه او نظام ته د ژمنو کارکوونکو په تړاو وویل، چي هر هغه څوک، چي د نظام د پایښت لپاره په رښتینولۍ کار کوي، دوی ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
د یادوني وړ ده، چي مولوي منصورالحق ذاکر د عوایدو لوی ریاست د حمایوي مرستیال او مولوي عبدالمجید «نجیب الله» د ولایتي عوایدو د پراختیا او همږغۍ د رئیس په توګه مخکي معرفي سوي ول، په دې ناسته کي د غونډي ګډونوالو ته ور وپېژندل سول.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS