تېره اوونۍ د کندهار او نیمروز په ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي!

د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي د ګزمې په مهال هیواد ته د یوه اندازه قاچاقي توکو د راوړلو مخه نیولې.
په دغو نیول سوو توکو کي (۴۵۰۰) کیلو ګرامه مالټې او (۴۰۵) کیلو ګرامه انساني طبي درمل شامل دي. نیول سوي توکي د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
دا لومړی ځل نه دئ، چي هیواد ته د قاچاقي توکو د راوړلو مخنیوی کېږي؛ بلکي د ګمرکونو د ګرځنده څارني وېښو کارکوونکو د روان کال په اوږدو کي په زرګونو کیلو ګرامه بېلابېل توکي نیولي دي. د توکو وړل او را وړل په غیر قانوني توګه او له محصول پرته قاچاق بلل کېږي او د ګمرکونو د ګرځنده څارني کارکوونکي به هیڅ چا ته د غیر قانوني کړنو اجازه ورنه کړي.