د مالیې وزیر د غزني ولایت له ولسوالانو سره وکتل!

د مالیې وزیر، الحاج ملا محمد ناصر اخوند د غزني ولایت د (۱۹) ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل او د دوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدې.
په دې کتنه کي، د غزني ولایت ولسوالانو د خپلو ولسوالیو د ستونزو شریکولو ترڅنګ، غوښتنه وکړه؛ چي د راتلونکي مالي کال په ملي بودیجه کي د دغه ولسوالیو لپاره په روغتیایي، بیا رغوني او نورو برخو کي د پراختیایي پروژو لپاره بودیجه ځانګړې کړي؛ ترڅو د غزني ولایت د ولسونو ستونزي ورسره حل سي.
د مالیې وزیر وویل، هڅه ئې داده، چي د ټولو هیوادوالو ستونزو ته د ملي بودیجې د لګښتونو په وسیله رسېدنه وکړي او ډاډ ئې څرګند کړ، چي د غزني ولایت د ولسونو سره به هم، په یادو برخو کي د پروژو پلي کولو په موخه اړیني همکارۍ وسي.