د تورخم ګمرک منسوبینو د نظامي تجهیزاتو د قاچاقو مخنیوی وکړ

د تورخم ګمرک د تشرېح برخي منسوبینو تېره شپه د ډبرو سکرو په بار وړونکي موټر کي د سپکي وسلې پنځوس شاجورونه ونیول.
یاد شاجورونه چي غوښتل یې پاکستان هیواد ته په قاچاقي ډول ولیږدوي، د ډبرو سکرو د تشرېح په وخت کي پیدا او ونیول سول.
په دې تور دوه کسان نیول سوي دي چي د نورو څیړنو لپاره یاد نظامي تجهیزات او تورن کسان امنیتي ارګانونو ته معرفي سوي.
د یادوني وړ ده چي د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د قاچاقي او بي کیفیته توکو له وارداتو او صادراتو څخه د مخنیوي په موخه ټول اړین تدابیر نیول سوي دي.