د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ تخنیکي ناسته ترسره سوه

admin_mof
Sun, Oct 09 2022 2:56 PM
خبر

د مالیې او صنعت‌ او‌ سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ په افغانستان کي د پانګوني د برانډ پروژې د معرفي کولو تخنیکي ناسته د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره سوه.

په دې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج، د دغه وزارت د مقام ستر سلاکار خلیل الله صاحبزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پراختیا او له پانګوالو د ملاتړ رئیس صبغت الله اخندزاده، د دغه وزارت له سوداګرو څخه د ملاتړ آمر میر اشرف احمدي د دواړو وزارتونو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په پیل کي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پراختیا او پانګوني د ملاتړ رئیس صبغت الله اخندزاده په افغانستان کي د پانګوني د کمپاین پېژندني په اړه ټولیز معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چي د پانګوني جلب او جذب د ټولو سکتوري وزارتونو ملاتړ ته اړتیا لري.

ورپسې له پانګوني څخه د ملاتړ آمر میر اشرف احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو، د بهرنۍ پانګوني د ارزښت، د پانګوني بهیر، له پانګوالو څخه د ملاتړ او د مالیې وزارت د ونډي په اړه د غونډي ګډونوالو ته هر اړخیز پریزنټیشن وړاندي کړ.

د دې ناستي په لړ کي د مالیې وزارت ستر سلاکار خلیل الله صاحبزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: هیله لرو چي د پانګوالو د ستونزو د هوارۍ او هماهنګۍ لپاره یوه واحده مرجع رامنځ ته سي او همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسئولینو هیله مند یو، چي له شته فرصتونو څخه ګټه پورته او په زیربنايي موضوعات او د پانګوالو د مالیې پر ورکړه خپل تمرکز زیات کړي.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس معراج محمد معراج په خپلو خبرو کي وویل: د مالیې او سوداګرۍ وزارتونه هغه ځانګړي سکټوري وزارتونه دي، چې د پانګوالو لپاره زیاتي اسانتیاوې برابرولای سي او موږ چمتو یو چې د مالیاتو د ورکړي په برخه کي پانګوالو ته لا ډېري اسانتیاوي برابري کړو.

خبر

د يادوني وړ ده، چي د ناستي په پاى کي د يادو وزارتونو د مسوولينو ترمنځ هر اړخيز بحث او مهمي پرېکړي هم وسوې.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS