تورخم ګمرک کي مختلف قاچاقي توکي نیول سوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې اړوند د تورخم ګمرک امنیتي مفرزې منسوبینو په څو موټرو کي ( ۴۸۰۰) کیلوګرام زړه اوسپنه، ۲۲ دانې د خیاطۍ ماشینونه، ۶۴ ډبې مستعمل او غیر مستعمل مبلایل، ۱۰۴ کیلوګرامه د ښځینه وو د سر وېښتان، ۸۲ کیلوګرامه قیمتي ډبري، ۷۸ کیلوګرامه مس او ۱۰۹ کیلوګرامه د المونیم خښتي چي ګاونډي هيواد پاکستان ته انتقالېدل ګمرکي پولیسو یې مخه نیولې.
دا په داسي حال کي ده، چي په ګمرکونوکي د قاچاقي توکو د مخنیوي په برخه کي د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې فعالیتونه د پام وړ زیات سوي او ښې لاسته راوړني لري.
