د مرکزي سیلو دولتي شرکت خپل فعالیتونه بیا پیل کړل

admin_mof
Mon, Feb 21 2022 9:38 AM
خبر

د مرکزي سیلو دولتي شرکت د مالیې وزارت په همکارۍ، همغږۍ او نظارت خپل فعالیتونه له ۳۰ کلونو ځنډ وروسته بیا پیل کړل.

دغه شرکت د غنمو د ذخیرې او پروسس، د اوړو تولید او د وچې ډوډۍ بېلابېل ډولونه، ناشتا، روټ او کُلچې د چمتو کولو په برخه کې فعالیت کوي او خپل محصولات د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۳۳ فعال غرفو له لارې په مناسبه بیه او غوره کیفیت هېوادوالو ته وړاندې کوي.

د مرکزي سیلو دولتي شرکت د ریاست سرپرست، انجینر خیال محمد په خپلو خبرو کې وویل، د دغه ادارې د کارکوونکو شمېر ۱۳۰ کسانو رسېږي، چې څو تنه ښځې هم، چې د ډوډۍ پخولو مهارتونه لري پکې شاملې دي. نوموړي وویل، اوس مهال یوازې یو داش فعال دی، چې په ورځ ۶۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ دانې ډوډۍ چمتو او ښاریانو ته وړاندې کولای شي، همدارنګه موږ له وارداتي غنمو څخه هم ګټه پورته کوو، خو په راتلونکي کې دا پلان لرو، چې خپل ظرفیت لوړ کړو او له خپلو وطني غنمو ګټه واخلو.

خبر

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه شرکت د بیا ځلي فعالېدو سره سم کولای شو، چې هر کال تقریبأ ۳۵ میلیونه (اساسي او غیر اساسي) عواید ترلاسه او له دغه لاسته راغلو عوایدو څخه هر کال ۸ میلیونه خالصه ګټه د دولت بودیجې ته ور اضافه کړو.

موږ هڅه کوو، چې د دولتي اداراتو د اړتیا پوره کولو، خلکو د کاري فرصت برابرولو او د دولت د عوایدو د لوړوالي په موخه د دغه شرکت ظرفیت لا لوړ کړو.

خبر

 

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS