مالیې وزارت نویو ګمارل سویو کارکوونکو ته د درې ورځنې روزنیز پروګرام دویم پړاو پیل کړ

د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري، د یاد وزارت په خیبرصالون کې نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته په بېلابېلو اداري برخو کې د درې ورځني روزنیز پروګرام دویم پړاو پیل سو.
په دې درې ورځني روزنیز پروګرام کې چې مشري یې بشري سرچینو ریاست په استازیتوب د وړتیا لوړونې آمر احمد ضیاء نیازی، کوي او اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړونې امر احمد ضیاء نیازي، نویو کارکوونکو ته د ښو زده کړو د ترسره کولو ترڅنګ وویل، چې د مالیې وزارت به په مرکز او ولایتونو کې د وړتیا لوړونې لپاره دا ډول علمي پروګرامونه نور هم ترسره کوي. هغه له ګډونوالو په کلکه وغوښتل چې له دې فرصت څخه عظمي ګټه پورته کړي او د مسلکيتوب په لوري ګامونه واخلي.

د یادونې وړده، چې یاد روزنیز پروګرام به درې ورځې ( د سلواغې له ۳۰ مې د کب تر ۲ مې نېټې پورې) دوام وکړي او دغه لړۍ به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.