د ریاستونو ترمنځ د کړنو مؤثریت او لا ښه کېدو او همغږۍ په موخه د مالیې وزارت د اداري معینیت د رهبرۍ پلاوی ناسته وشوه

د ریاستونو ترمنځ د کړنو مؤثریت او لاښه کېدو او ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د مالیې وزارت د اداري معینیت د رهبرۍ پلاوی ناسته د مالیې په وزارت کې ترسره شوه.
دغه ناسته د مالي او اداري عمومي رئیس او د اداري معینیت سرپرست سید احسان طاهري په مشرۍ چې د دې معینیت رئیسانو هم ګډون پکې درلود، ترسره شوه. د ناستې موخه د اداري معینیت د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لا پیاوړي کول، د پاشلو کاري چارو مخنیوی، نیمګړتیاوو پېژندل، د کړنو له اجراآتو د راپور ورکول او تعقیب، په وخت سره د ستونزو له منځه وړلو په برخه کې د همغږۍ رامنځته کول او په ټوله کې د اداري معینیت په چوکاټ کې د چارو لا ښه کېدل او مؤثریت وو.
دا چې د مالیې وزارت اداري معینیت د دې وزارت حمایوي او خدماتي مسؤلیت پر غاړه لري، د مالیې وزارت د تشکیلاتي جوړښت ستون فقرات بلل کېږي، چې د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له مرکزي او ولایتي ادارو سره هڅه کوي څو د مالیې وزارت مرکزي او ولایتي ادارو ته دوامداره ملاتړ او خدمتونه وړاندې کړي.

د اداري معینیت ریاستونو یو ځل بیا د مالیې وزارت مرکزي او ولایتي ادارو ته په وخت او مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو او ملاتړ ډاډ ورکړ او په ورځنیو چارو کې یې د هر ډول خنډ، ځنډ او سکتګۍ د مخنیوي ډاډ وښوود.