د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره اړینه سینرژي برابروي

admin_mof
Sat, Jul 31 2021 1:22 PM
خبر

د دولتي شرکتونو ریاست د رهبرۍ پلاوي د برېښنا له دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه او د دغه شرکت له اجرائیوي پلاوي سره یې د برېښنا دولتي شرکت په اساسي فعالیتونو، د دې شرکت مالي وضعیت او د دوو کلونو تحقق موندنو، د عوایدو او لګښتونو د وضعیت، تورید پلان، په هېواد کې د برېښنا تولید او لېږد، ۱۴۰۰ مالي کال په پلان او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې اترې وکړې. 

د دولتي شرکتونو عمومي رئیس ډاکټر میرویس بهیج، د برېښنا شرکت اجرائیوي پلاوي ته مالي ځان بسیاینې ته د دولتي شرکتونو په برخه کې د افغانستان د حکومت لید لوری او د شرکتونو د ملاتړ لپاره د حل لارې چارې روښانه کړې. نوموړي وویل، چې مالیې وزارت د برېښنا شرکت د لوی ونډوال په توګه اړین اقدامات په پام کې لري، ترڅو له دې شرکت څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي او مالي ځان بسیاینې په رسېدو کې به د یاد شرکت لپاره اړینه سینرژي چمتو کړي. ښاغلي بهیج د ستونزو له ډلې یوه هم د دولتي شرکتونو عمومي ریاست او نورو شرکتونو ترمنځ د همغږۍ کمزوري یاده کړه. هغه زیاته کړه، چې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د پلاوي له بشپړېدو سره ښه همغږي رامنځته شوې ده او د مالیې وزارت او دولتي شرکتونو ترمنځ یې په لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. د دولتي شرکتونو عمومي رئیس وویل، چې دغه شرکت د څارنې د پلاوي سکرتریت په توګه، د څارنې د پلاوي عالي مرجع ده او باید ټول شرکتونه له دې برخې سره هر اړخیزه همکاري او همغږي ولري.

د برېښنا شرکت تجارتي ریاست سرپرست احمد شهیر دشتي، د مالیې وزرات لید لوري ته د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، څو د مالیې وزارت او برېښنا شرکت ترمنځ همکاري او همغږي نوره هم پیاوړي شي. هغه زیاته کړه، چې برېښنا د هېواد په کچه یو ترټولو لوی دولتي شرکت دی چې د هېواد په کچه د برېښنا په رسولو کې خپل خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي وویل چې د دغه شرکت کارکوونکي په غوره مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو سمبال شوي دي او د تېرو کلونو په لړ کې د دغه شرکت په داخلي ظرفیت جوړونې ډېر کار شوی دی، هغه داسې چې اوس د دغه شرکت کارکوونکي کولای شي، ټرانسفارمرونه، لین بینونه، توربینونه او ځيني نور تخنیکي مسایل ترمیم، نصب او ګتي اخیستنې ته چمتو کړي. هغه وویل، چې د برېښنا شرکت پراختیایي بودیجه د اسیا انکشافي بانک (ADB)، نړیوال بانک، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) او افغان حکومت له لوري تمویلېږي، چې دغه شرکت توانېدلی دی چې په تېر کال کې خپله ۹۵ سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړي.

د برېښنا شرکت تجارتي رئیس په وینا، د روان مالي کال په جریان کې د وارداتي برېښنا ۳۹ پایې په ماینونو الوځول شوې دي، چې د نوموړي شرکت تخنیکي ټيم لخوا دغه پایې بیا جوړې او وارداتي برېښنا وصل شوې ده. نوموړي وویل، د شته امنیتي ګواښونو سره سره د برېښنا شرکت توانېدلی، چې د ۱۴۰۰ کال لومړۍ ربعه کې په ۹ ولایتونو کې له ۱۱ څخه زیاتو کسانو ته د برق د توسعې او اصلاح شبکې له لارې د برېښنا انرژي چمتو کړي. ده وویل که چېرې له ازبکستان نه راغلی د برېښنا ۵۰۰ کیلو ولټ لین بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي، موږ به وکولای شو، چې ټول هېواد ته په غوره توګه برېښنا ورسوو. په ورستیو کې نوموړي له برېښنا شرکت سره د دولتي شرکتونو عمومي ریاست همکارۍ او همغږۍ ارزښتمنې وګڼلې او په یادو برخو کې د لا همکاریو غوښتونکی شو.

خبر

د دولتي شرکتونو عمومي رئیس د برېښنا دولتي شرکت اجرائیوي پلاوي د کړنو او فعالیتونو په اړه د کره ګزارش د ورکړې په موخه مننه وکړه او یو ځل یې بیا ټینګار وکړ، چې د مالیې وزارت د ټولو دولتي شرکتونو پر وړاندې ملاتړیز لیدلوری لري او اصلاحي پروګرامونه تر لاس لاندې لري، تر څو د دولتي شرکتونو د نوي قانون له تطبیق سره، د دولتي شرکتونو په فعالیت کې یو لړ جوړښتي بدلونونه او اصلاحات منځ ته راشي، تر څو دغه شرکتونه د ګټې په لور وخوځېږي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS