د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) درویشتمه ناسته

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) درویشتمه ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت او نړیوالو پراختیایي شریکانو ترمنځ تېره ورځ د روان کال زمري میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شوه. په دې ناسته کې د افغانستان نړیوالو او پراختیایي شریکانو، له ۴۰ د زیاتو هېوادونو ډپلوماټیکو استازو، نړیوالو سازمانونو، د کابینې غړو، د مدني ټولنې او اکاډمیکو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.
د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ په ناسته کې د جینوا کنفرانس په اصولو او ژمنو، شته ستونزو ته په رسېدو او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو په ساتنه له دې ډلې دموکراتیکو ارزښتونو ساتنه او تقویه، د ښځو د حقونو او دریځ ساتلو او تقویې او د نظام د ستنو په ټینګښت خبرې اترې وشوې.
همدا شان په دې ناسته کې د دولت د اقتصادي او پراختیایي موخو په عملي کولو چې د افغانستان د سولې او پراختیا په دویم سند (ANPDF-II) کې د ۸ لومړیتوب لرونکي پروګرام په چوکاټ کې راغلي دي بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې.
د افغانستان نړیوالو شریکانو د افغانستان مشارکت چوکاټ په سند کې د حکومت د ژمنو له پلي کولو خوښي څرګنده کړه او د دوامداره سیاسي حضور، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او د افغانستان د خلکو او دولت د مالي حمایت په برخه کې یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناستې ګډونوالو د دایمي اوربند او جګړې پای ته رسېدو ترڅنګ طالبانو ته په بلنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې جامع سیاسي حل لاره چې په هغه کې د ښځو او انجونو حضور خوندي پاتي شي، تېرې لاسته راوړنې وساتل شي او فردي حقوقو او ازادۍ ته درناوی وشي نړیواله ټولنه به یې ترشا ولاړه وي.