د مالیې وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت له سوداګرو سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د ننګرهار ولایت له سوداګرو سره د مالیې په وزارت کې ولیدل. په دې لیدنه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند، د سوداګرۍ خونو د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي، د ګمرکونو عمومي رئیسې امنې احمدي، د عوایدو عمومي رئیس نصر الله دراني او د مالیې وزارت یو شمېر نورو رئیسانو او د ننګرهار ولایت سوداګرو ګډون کړی وو، په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې. د ناستې ګډونوالو سوداګرو د مالیې وزارت د مشرتابه وروستیو کړنو ته د هر کلي ترڅنګ، د شته ستونزو له منځه وړلو او صادراتو او وارداتو کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د تعرفې، ځینو قوانینو د تعدیل او حکومت د پالیسیو په برخه کې د دوی ستونزو ته د رسېدو غوښتونکي شول.

د مالیې وزارت سرپرست د یادو سوداګرو د ستونزو اورېدو ترڅنګ نوموړو ته وویل، د هېواد نافذه قوانینو او د دغه وزارت امکاناتو ته په کتو به درسره مرسته وشي او همدارنګه د سوداګرو لپاره د ځينو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د اداري فساد د مخنیوي، د عوایدو په راټولولو، د تعارفو په تعادل او د یاد وزارت د قوانینو د تعدیل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.