د مالیې وزارت سرپرست افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیسې سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیسې ملنډا ګووډ(Melinda Good) سره ولیدل.
د مالیې وزارت سرپرست د پېژندنې په دې ناسته کې اغلې ملنډا ګووډ ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دوه اړخیزو او متقابلو همکاریو د ټينګار ترڅنګ د افغانستان په پراختیايي لومړیتوبونو، د بیارغونې حمایوي صندوق (ARTF) د مرستو په جلبولو او د غوره خدمتونو د څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړ.
ورپسې مېرمن ملنډا ګووډ هم په خپل وار ژمنه وکړه، چې د افغانستان د پیاوړتیا او بیارغونې په برخه کې به د نړیوال بانک همکارۍ او ملاتړ دوام ولري.