د کرنیزې – سوداګرۍ تړون لوړ پوړي پلاوي دویمه ناسته وشوه

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په مشرۍ د لېندۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه د کرنیزې – سوداګرۍ تړون لوړ پوړي پلاوي دویمه ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزیر ښاغلي انورالحق احدي، د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او کورنیو بنسټو استازو او د نړیوالو شریکانو یو شمېر استازوګډون کړی وو، د کرنیزې – سوداګرۍ تړون لوړ پوړي پلاوي لومړۍ ناستې د پرېکړو په تعقیب، د یاد تړون د فعالیتونو د پرمختګ راپور په وړاندي کولو، د امید پروژې اوسني وضعیت په روښانولو او د کرنیزې – سوداګرۍ تړون نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
پرېکړه وشوه، چې د یاد تړون لوړ پوړي پلاوي ناسته دي په کال کې دوه ځله ترسره او په کلیدي بنسټونو کې دي وړاندي کوونکی واحد جوړ شي. همدا شان پرېکړه وشوه، چې د دې تړون عملیاتي کمېټه دي تخنیکي موضوعات تعقیب او کلیدي بنسټونه دي د باریکاب پارک د امکان سنجونې مطالعاتو ترسره کولو لپاره تدارکاتي پروسه پیل کړي.

د دې ناستې په پای کې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست او څارنې، ارزونې او راپور ورکولو عمومي رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي، د لوړ پوړي پلاوي ناستې جوړېدل ستر ګام وباله او د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له ګډون څخه یې مننه وکړه.