له کسبګرو او دوکاندارانو څخه د مالیې وزارت ملاتړ غونډي ته د عوایدو د لوی رئیس معراج محمد معراج وینا

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۲:۰

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم

د قدر وړ مشرانو، علماوو، او د اصنافو محترمو نماینده ګانو او مالکینو! 

السلام علیکم ورحمﺔ الله وبرکاته؛

د مشرانو د پیرزویني نتیجه ده، چي لله الحمد د هیوادوالو لپاره ضروري او اړین خدمتونه وړاندي کوو. مالیاتي نورم مو د اصنافو لپاره له یو اعشاریه پنځه څخه صفر اعشاریه پنځه ته را ټیټ کړ. پدې معنی چي اصنافو  پخوا کومه مالیه ورکوله اوس صرف د هغې درېیمه برخه ورکوي.

همدا رنګه به مالیه د مالیاتي مکلفیت څخه په زیاته اندازه نه اخیستل کيږي، د مالیاتي تثبیت پروسه به شفافه او عادلانه وي، په کومو اصنافو چي پخوا په ناسمه توګه مالیه تثبیت شوي وي هغه به را کمېږي او له دې سره سره کوم اصناف چي د تېرو کلونو په جریان کي یې خرڅلاو را کم شوی دئ  په نظر کی نیول کيږي او د معیار سره سم به د هغوی مالیاتي مکلفیت راکمیږي. د اصنافو مالیه به د دوی د خرڅلاو د محاسبې له مخي ټاکل کيږي. د محاسبې او تادیې پروسه یې واضحه ده او په دې اړه به د اصنافو مالکینو ته معلومات ورکول کیږي.

دا خو ټولو ته واضحه ده، چي د مالیې ورکړه د هغه چا لپاره چي معیار یې پوره کړی وي یوه الزامي ورکړه ده او اجتماعي او ملي مکلفیتونه د دې ایجاب کوي، چي د هیواد وګړي د خپلو اقتصادي معاملاتو د کچي په اندازه خپله مالیاتي وجیبه ترسره کړي او د عامه خلکو د ژوند په پیشرفت کي د خپلي جامعې په پرمختګ او په ټوله کي د هیواد په پرمختګ کي سهیم و اوسي. پدې سره به د عامه خدمتونو لړۍ لا بهتره شي او د خلکو لاسرسی به عامه خدمتونو ته ډېر شي. بیا هم هر هغه څوک چي کلني عواید یې له یو لک او پنځوس (۱۵۰۰۰۰) کم دي د مالیې له ورکړي څخه معاف دئ.

د عوایدو لوی ریاست او اړوند ریاستونه د مالیه ورکونکو لپاره لاندي وړیا خدمتونه وړاندي کوي:

  • د فورمونو اخیستنه؛
  • د مالیې د محاسبې او ورکړي د فورمو په ډکولو کي هر رنګه تخنیکي مرسته؛
  • د خپلي مالیې د سنجش په هکله معلومات؛
  • او د مربوطه مسایلو په هکله وضاحت.

د عوایدو مربوطه ریاستونه هڅه کوي، چي د مالیی ورکړه اسانه کړي، خدمات لابهتره او موثره کړي، په دې اړوند یې کاري پروسو کي شفافیت راوستی، د مالیې ورکونکو سره ښه چلند لپاره یې په دوامداره  توګه خپلو کارکونکو ته امر کړی، د معلوماتو د موثقیت لپاره سیسټم فعاله دئ او د لا ښه کيدو هڅه یې کيږي.

د اچي په ټول افغانستان کي د اصنافو د مالیاتو د تثبیت پروسه شروع سوې، د دې لپاره چي د اصنافو ټولو مالیه ورکونکو ته په ښه توګه رسیدنه وشي او د دوی مالیه په صحیح شکل محاسبه شي په کافي تعداد کارکونکي استخدام شوي دي، په ټول افغانستان کي د اصنافو د مالیی د ثبیت لپاره له زرو څخه زیات کارکونکي او د کابل لپاره ۳۵۶ کارکونکي استخدام شوي دي. نوموړي کارکونکي د لویي دورې او د لیسانس سندونه او تر هغه لوړ سندونه په لاس کي لري، د امتحان پروسه یې په شفاف ډول د امتحاناتو د ملي ادارې له خوا په مرکز او ولایاتو کي واخیستل شوه، چي د امتحاناتو د ملي ادارې له مشرتابه او همکارانو څخه منندوی یوو.

د اصنافو د مالیې د تثبیت کارکونکي په مرکز او ولایاتو کي د یوې اونۍ لپاره تخنیکي تریننګ او زده کړه کوي او بیا عملي کار پیلوي، هیله مو داده چي د اصنافو محترم مالیه ورکونکي هم په خپل وار په دې ملي پروژه کي برخه واخلي او د یادو کارکونکو سره د خپل صنف د تثبیت په پروسه کي  لازمه همکاري وکړي.

اټکل کیږي، چي د اصنافو د مالیاتو په راټیټولو سره د دولت پر عوایدو منفي تاثیر نه غورځي او یوه اندازه له دې امله زیاتېږي، چي د تثبیت پروسه له څو کلونو راپاته ده او یو تعداد اصناف له تثبیت څخه پاته دي. لدې امله به د اصنافو د عوایدو کچه په کلني ډول له صفر اعشاریه نهه ملیارده څخه یو اعشاریه پنځه ملیارده ته لوړه شي.

د یادونې وړ ده، چي د مالیاتي نورم راکمولو دا اقدام به د کاري فرصتونو په ډېرولو کي رغنده رول ولوبوي. د مالیاتي بار په راکمولو سره به ډېر هیوادوال پدې برخو کي په مستقیم او غیر مستقیم ډول شریک سي او له دې خوا څخه به مالي وجوه لاسته راوړي. د اصنافو د مالیاتو را کمول د اصنافو له خوا د اجناسو په قیمتونو کي د پام وړ تغیر راولي.   

په پای کي غواړم د ریاست الوزراء له محترم مقام او محترمو معاونینو، د مالیی وزارت د محترم مقام، د عوایدو او ګمرکاتو له محترم معین صاحب، د مالیی وزارت له مختلفو ریاستونو او د افغانستان د امتحاناتو د ملي ادارې او له نورو مربوطه ادارو څخه مننه وکړم چي د اصنافو د تثبیت د پروسې په پیلولو کي یې زموږ سره پوره مرسته وکړه.

و من الله التوفیق

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .