له کلیدي مرستندویانو سره ګډون او اړیکې پیاوړې کېږي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۸:۲۲
خبر

د مالیې وزارت، ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ریاست، مرستندویه بنسټونو او هیوادونو د سفیرانو او استازو ترمنځ له کلیدي مرستندویانو (۳+۴+۵) سره د جینوا کنفرانس د ژمنو تعقیبولو د همغږۍ لومړنۍ ناسته وشوه.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په دې ناسته کې د جینوا په کنفرانس کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره سیاسي او مالي ملاتړ پر بنسټ نړیوالو ژمنو ته د هرکلي ترڅنګ، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د وروستیو اصلاحاتو د پرمختګ، د عامه مالي مدیریت سیستم پراختیا، بودیجې ریفورم او په ټاکلې موده کې د افغانستان مشارکت چوکاټ د ژمنو پلي کولو په تړاو خبرې وکړې.

خبر

په پای کې د مرستندویه هیوادونو او بنسټونو سفیرانو د ژمنو پلي کولو په برخه کې د افغانستان حکومت د اقداماتو او اصلاحاتو هر کلی وکړ او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې ژمنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۸:۹
Background image

د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق پراختیایي پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه بیا کتل کېږي

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رئیس او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس سره د ویډیو کنفرانس له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۸:۴۸
Background image

پراختیایي پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه بیا کتل کېږي

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي، سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې او لیدنه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۷
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، په مشرۍ د دې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.

BACK TO NEWS