د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحې تصویب

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۱:۳۰
خبر

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه نن د سلواغې په ۲ مه نېټه په ولسي جرګه کې د خلکو استازو له لوري تصویب شوه.
د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې په دې کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیایې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیري اختیاري) بودیجه جوړوي.
د مالیې وزارت مشرتابه د ملت له استازو د ملي بودیجې د طرحې تصویبولو له کبله کور ودانی او مننه کوي. د مالیې وزارت هڅه دا ده، چې له بودیجوي واحدونو سره په همکارۍ د پراختیایي بودیجې لګښت، د مؤثریت، مثمریت او پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پام وړ زیات کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د عوایدو او لګښتونو مدیریت ناسته جوړه شوه؛ مالیې وزارت د روان مالي کال په لومړنۍ ربع کې ۴۰.۵۹ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول کړي دي

د عوایدو او لګښتونو مدیریت (Cash management) ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې نن د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۹:۲۸
Background image

د مالیې وزارت او لوړو زده کړو وزارت سرپرستانو او د اسیا پراختیایي بانک رئیس په ټول هیواد کې د اتو دولتي پوهنتونونو په جوړیدو او پراخېدو خبرې وکړې

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۳ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست ښاغلي عبدالتواب. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۹:۱۰
Background image

د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې سپارښتنو د څارنې او پلي کیدو کمېټه جوړه شوه

د افغانستان حکومت د پیسو وینځلو او د تروریزم تمویل سره د مبارزې او د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې (FAFT) سپارښتنو پلي کیدو په موخه د څارنې کمېټه جوړه کړه.
د دې کمېټې لومړۍ ناسته د ویډویې. . .

BACK TO NEWS