د هیواد په سرحدي ګمرکونو کي په ټولو خالي افغاني موټرونو خاک پولي معاف سوه

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ په هیواد کي د سوداګرۍ د لا پراختیا او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د هیواد په ټولو سرحدي ګمرکونو کي په خالي افغاني موټرونو خاک پولي معاف سوه.
له دې وړاندي له داخلي ثبت سوو لارۍ موټرونو څخه بندر ته د داخلېدو په وخت کي (۲۵۰۰) افغانۍ او له وړو موټرونو څخه (۱۵۰۰) افغانۍ د خاک پولي په نوم اخیستل کېدې، چي د موټر چلوونکو د غوښتني له مخي یادي پیسې معاف سوې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، ترڅو په هیواد کي د سواګرۍ د لا پراختیا او ودي په موخه د سوداګرو او ټولو هیوادوالو اصولي او قانوني غوښتني ومن