د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له استازو سره خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۳۰ مه نېټه د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په لیدنه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند هم شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست د بلخ ولایت خصوصي سکټور ستونزې واوریدې او له دوی سره یې په ګمرکونو کې په شته ستونزو، د افغانستان تولیداتو صادرولو لپاره په اسانتیاو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست وویل چې د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاو برابرول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې له فساد سره په مبارزه کې له مالیې وزارت سره همکاري وکړي. نوموړي اړوندو ادارو ته هدایت ورکړ چې د خصوصي سکټور او ځانګړی ډول د بلخ ولایت د خصوصي سکټور ستونزو ته رسیدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د بېلابیلو ولایتونو له ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو سره لیدنه کوي څو د دوی ستونزې واوري شته امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره ورته حل لارې پیدا کړي.