د ماليې وزارت اړوند د هوټلونو دولتي شرکت لاسته راوړني
د هوټلونو دولتي شرکت یو انتفاعي دولتي شرکت دي، چي له نیمې پیړۍ راهیسي کورنیو او بهرنیو میلمنو ته د هوټل دارۍ په برخه کي خدمات وړاندي کوي، دغه شرکت په تېر یوه کال کي ګڼي لاسته راوړني لري.
مالي اواداري برخه
د مزار هوټل، سپوږمۍ کافي، باغ بالا رسټورانټ او هلمند بُست هوټل د مشارکت او پانګوني قراردادونه لاسلیک کول؛
د ۱۳۹۹ل مالي کال بېلانس د (IFRS) په سیسټم ترتیب او تائید ول؛
د شرکت لپاره د ویب سایټ مالي عصري سیسټم (کویک بوکس) قرارداد لاسلیک کول؛
د ظرفیت لوړوني کړنلاره ترتیبول.
عملیاتي برخه
• سپوږمۍ رسټورانټ او ستالف هوټل په عصري وسایلو سمبال او اساسي فعالیتونه پکښي پیلول؛
• د هوټلونو خدماتو د څارني او ارزوني کړنلاره ترتیبول؛
• د نورو ادارو له تصرفه د (هلمند بُست هوټل، باغ بالا رسټورانټ، کندهار هوټل او ستالف هوټل) جایدادونه راګرځول
سوداګريزه برخه
o د ترتیب سوي پلان پر بنسټ مزار هوټل ته د (۹۲۰) میلیونو افغانیو په ارزښت د خصوصي پانګې جذب، چي د پروژې ودانیزې چاري یې عملآ رواني دي؛
o د باغ بالا رسټورانټ او باغ بالا فارم کي د مالیې وزارت د املاکو ریاست سره په مشترک ډول د (۲۶۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي پانګي جذب؛
o د پنځه کلن (ستراټېژیک پلان) ترتیبول؛
حقوقي برخه
د مالیې وزارت تر ملکیت او دولتي شرکتونو د قانون تر چتر لاندي د هوټلونو دولتي شرکت د پاتې کېدلو د دفاعيې ترتیب؛
۲- د سپوږمۍ کافي د قرارداد د فسخې لپاره د د فاعیې چمتو کول؛
یادونه: د هوټلونو دولتي شرکت په پام کي لري، چي په راتلونکو کلونو کي خپل ټول جایدادونه فعاله او یو شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.