د لوی اقتصاد عمومي پالیسۍ ریاست

د مالي پالیسۍ او ستر اقتصاد لوی ریاست د مالیې وزارت له لویو ریاستونو څخه د دې وزارت د مالي معینیت ترچتر لاندي دی. یاد ریاست مسؤلیت لري چې د اقتصادي او مالي سیاستونو په برخه کې د بودیجې جوړونې په ټولو پروسو کې اړینې مشورې وړاندي کړي. په دې سربېره د مدیریت د عملکرد ټیم، چې د عامه مالي چارو د اصلاحاتو پلي کولو مسؤل دی په دې ریاست کې شامل دی. د دې ریاست فرعي برخې په لاندي ډول معرفي کېږي:
د مالي پالیسۍ او ستر اقتصاد ریاست
د مالي پالیسۍ او ستر اقتصاد ریاست د هیواد د مالي او اقتصادي وضعیت د تحلیل مسؤل دی.
دغه تحلیل په کلنۍ توګه د بودیجې جوړونې په پروسه کې کارول کېږي. یاد ریاست د بودیجوي کال او راتلونکو کلونو لپاره اقتصادي او مالي وړاند وینې تر سره کوي. د دې تحلیلونو لپاره له ځانګړو تحلیلونو چې د مالي او اقتصادي تحلیلونو لپاره کارول کېږي کار اخلي. یاد ریاست همدارنګه  د نویو اطلاعاتو په ترلاسه کولو سره، وړاندوینې د کال په اوږدو کې نوې کوي. دغه ریاست د اړتیا وړ سرچینو د تخمین په شمول مالي وړاندوینې په لنډمهاله موده کې د دولت ژمنو ته د ځواب ورکولو په موخ د ستر اقتصاد په چوکاټ کې تر سره کوي، چې د بودیجې په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي
 دغه ریاست د مالیاتو او لګښتونو د پالیسۍ په شمول د پالیسۍ په برخه کې تخنیکي مشورې وړاندي کوي. د دې ریاست تحلیلونه په لاندي ډول روښانه کېږي:
•  د مالي خطرونو تحلیل:
د مالي پالیسۍ او ستر اقتصاد ریاست مالي او اقتصادي خطرونه تحلیل او ارزوي او اغېزې یې پیش بیني کوي. د خطرونو د تحلیل راپورونه چې د پیسو بدلون، مالي او اقتصادي خطرونه په کې شامل دي په ربعواره بڼه خپروي.
د مالي ثبات تحلیل:
دغه ریاست د مالي ثبات لپاره یو شمېر ځانګړنې څاري، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې هیواد د پرمختګ په حال کې دی. په همدې اساس دغه ریاست د تقاعد پالیسۍ او د اوږد مهاله مالي پیش بینې کړنو په موخه تحلیلونه تر سره کوي.
• د پالیسیو تحلیل:
د مالي پالیسۍ او ستر اقتصاد ریاست د نویو پالیسیو پلي کولو اغېز د پالیسۍ تحلیل له ځانګړي موډل (لکه د محاسبې وړ عمومي تعادل موډل) څخه په ګټه اخیستنې او همدارنګه د اقتصاد سنجونې او داسي نورو چارو له لاري تحلیلوي.
دغه ریاست د پیش بینۍ او د پالیسۍ د تحلیل لپاره یو شمېر کورني موډلونه جوړوي.  یاد ریاست همدارنګه د مالي ثبات د تحلیل، د ستر اقتصاد بدلون او مالي پالیسۍ، کانونو د برخې، تقاعدي حقونو او یو شمېر نورو ساحو لپاره موډلونه چمتو کوي.
•  د پالیسۍ وړاندیزونه:
دغه ریاست د مالي پالیسۍ د تحلیلونو چمتو کولو سربېره، د مالیاتو، لګښتونو، پورونو د مالي پالیسۍ په ټاکنو پوري تړلي وړاندیزونه وړاندي کوي. دغه ریاست د تحقیقاتو او تحلیلونو په اساس د اقتصادي پالیسۍ په برخه کې هم مشورې ورکوي.
• د مالي اطلاعاتو تحلیل:
دغه ریاست مالي اطلاعات چې د مالي شاخصونو د کړنو پیاوړي او کمزوري دلیلونه توضیح کوي، چمتو کوي. دغه امر مرسته کوي چې د مالي کړنو احتمالي اغېز معلوم کړي.
د کړنو مدیریت ډله:
(PMT
د کړنو مدیریت ډله، د مالي پالیسۍ او ستر اقتصاد لوی ریاست تر چتر لاندي کار کوي. دغه واحد د دولت د مالي اصلاحاتو پلي کولو پروګرام طرحې لپاره جوړ شوی دی. د کړنو مدیریت ډله، مشخصآ د مالي ښه والي پلان پلي کول (FPIP) اسانه کوي. دغه ټیم چې په رسمي توګه، د کړنو مدیریت او د کړنو ارزونه ډلې (PM&PER) تر نامه لاندي کار کوي، د نړیوالو معیارونو په اساس د مالیې وزارت له ټولو ریاستونو او ټولو دولتي ادارو سره د ۵ کلنې دورې پلانونو په طرح او جوړولو کې  کار کوي. د  کړنو مدیریت ټیم د ارزونې او کړنې بهیر او د خپلواکې سرچینې له طرفه یې تائید ، د مالي کړنو د ښه والي پایلې اسانه کوي. د کړنو راپور د دې ډلې په واسطه چمتو او ټولو دخیلو ادارو ته استول کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .