د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې هوکړه لیک لاسلیک شو
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي محمد خلیل صالح زاده د لړم میاشتې په ۹ مه نېټه د پاکستان د ګمرکونو بورډ له غړي ښاغلي محمد طارق هدا سره د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.
له یاد هوکړه لیک څخه موخه د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ګمرکي اړیکو لا ښه والی، د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې، له فساد سره مبارزه، د سوداګرۍ محمولو په صادراتو او وارداتو کې د روڼتیا تامین ده.
د دې سفر په لړ کې ښاغلي صالح زاده، په پاکستان کې میشتو افغان سوداګرو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې له نږدې واوریدلې او یادې ستونزې یې د پاکستان هیواد د ګمرکونو برخې او د سوداګرۍ وزارت سره شریکې کړې. د پاکستان اړخ ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو ستونزو ته به رسیدنه وکړي.