د مالیې وزیر د ایران د کرنې له وزیر سره ولیدل

د لړم۲۴مه۱۴۰۵هـ.ل
د ا.ا.ا د مالیې وزیر او د افغانستان له لورې د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون رئیس محترم حاجي ملا محمد ناصر اخوند او ورسره مل پلاوي ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې له وزیر او د ایران له لورې د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون د رئیس محترم غلام رضاء نوري قزلجه سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکي غونډې پر جوړېدو، ایران ته د کرنیزو محصولاتو پر صادرولو، د ګمرکونو پر (۲۴) ساعته فعالیتونو، د افغان سوداګرو د ستونزو پر حلولو، د غیر قانوني توکو د قاچاق پر مخنیوي او اړوندو نورو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په تړاو هر اړخیز بحثونه وشول.
د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې وزیر په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې په برخه کې د اړینو همکاریو، د دوه اړخیز اقتصادي کمېسیون راتلونکي غونډې ته د پوره چمتوالي او په دې برخه کې د دوامداره فعالیت په اړه بشپړ ډاډ څرګند کړ.