د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ پلاوي پنځلسمه ناسته وشوه

د لړم۱۲مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو او اړوندو رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ هیئت پنځلسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر پر ګډونوالو ټینګار وکړ، چې ټول اړوند رئیسان دې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري صادر شوي احکام او فرمانونه په جدي توګه تعقیب او په خپلو اړوندو برخو کې یې پلي کړي.
وروسته بیا د معاملاتو د لارښوونو د لګښتونو د مجرا لپاره د مشخصو لارو چارو په ټاکلو، د ترکې او ونډوالو د ونډو د شرعي او عرفي قبالو د تثبیت، د یو شمېر شرکتونو او انفرادي اشخاصو د احصایوي معلوماتو د انتقال او په یو شمېر نورو مهمو موضاتو باندي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کې د تېرې غونډې د پرېکړو د تحقق او د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپورونه واورېدل شول او د (۱۴۰۶) مالي کال د تشکیل په اړه هم هر اړخیز بحث وشو.