د مالیې وزیر د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس سره وکتل

چهارشنبه، ۶ لړم ۱۴۰۵5 دقیقې لوست
د مالیې وزیر د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس سره وکتل

د لړم۶مه۱۴۰۵هـ.ل

د ا.ا.ا د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په افغانستان کې د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس ښاغلي هشام رمضان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د اټوما شرکت د فعالیتونو، د دې شرکت له لورې د شوې پانګونې او یاد شرکت ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وشوې.
په افغانستان کې د اټوما مخابراتي شرکت رئیس د مالیې وزارت د ښو اړیکو او همکاریو څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې اټوما شرکت په افغانستان کې تر(۱۵۰) میلیونه ډالرو پورې پانګونه کړې او په راتلونکي کې د نورې پانګونې لېوالیتا هم لري.
د مالیې وزیر د اټوما شرکت فعالیتونه او په دې برخه کې شوې پانګونه با ارزښته وبلله او یادونه یې وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې ډول د مالیې وزارت د ټولو هغو پانګوالو لپاره، چې په افغانستان د پانګونې لپاره لېوالیتا لري په اړوندو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو ته په بشپړ ډول ژمن دی.