د کونړ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلینو ته معلوماتي سیمینار وړاندې شو

د لړم۲مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له لوري د کونړ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلینو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او په مالیاتو کې د نویو رامنځته شویو تخفیفونو په اړه معلوماتي سیمینار، د کونړ پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې وړاندې شو، چې موخه یې د مالیاتي نظام په اړه د ګډونوالو د پوهاوي لوړول او د هغوی د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا وه.
د سیمینار په پیل کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او کفیل د خپلو خبرو پر مهال دا ډول علمي او روزنیز سیمینارونه د محصلینو د پوهې او مهارتونو په لوړولو کې مهم وبلل او د ورته پروګرامونو د دوام او په راتلونکي کې د ظرفیت لوړونې د نورو برنامو د جوړولو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.
د سیمینار په لړ کې محصلینو خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د اړوند مسئولینو له لوري ورته مناسب ځوابونه ورکړل شول.
په پای کې محصلینو د یاد سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د خپلو علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره مهم وبلل. هغوی د ورته معلوماتي او ظرفیت لوړونې سیمینارونو د دوام او جوړېدو غوښتنه هم وکړه.