د فراه مستوفیت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د تلې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل
حافظ نعمت الله متقي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د ولایتونو د انسجام او انکشاف رئیس مفتي عبدالغفار سلیم له لورې د یاد ولایت د مستوفیت کارکوونکو او اړوندو مسئولینو ته ور وپېژندل شو.
د غونډې په پیل کې د ولایتونو د انسجام او انکشاف رئیس مفتي عبدالغفار سلیم، د وینا پر مهال د نیت د اصلاح، اخلاص او تقوا پر ارزښت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې مسئولین باید خپلې دندې د الله تعالی د رضا، اخلاص او امانتدارۍ په نیت ترسره کړي.
ورپسې د فراه ولایت مرستیال، مولوي محمد ګل خیبر وینا وکړه او د مستوفیت له نوي مستوفي سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ. نوموړي ټینګار وکړ، چې د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره اړینه ده؛ څو ټول مسئولین خپلې دندې په اخلاص، صداقت او مسئولیت پېژندنې سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې حافظ نعمت الله متقي تر دې وړاندې د ولایتی املاکو د آمر په توګه دنده ترسره کړې ده.