د ننګرهار مستوفيت لپاره نوی مستوفي معرفی شو

د تلې۲۷مه۱۴۰۵هـ.ل
مولوي ضیاءالحق عثمان، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د ننګرهار مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د عوایدو د لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري د دغه مستوفیت کارکوونکو، اړوندو ولایتي مسئولینو، سوداګرو او صنعت کارانو ته ور معرفي شو.
د غونډې په پیل کې د یاد مستوفیت مخکیني رئیس نورالحسن محسین له اړوندو مسئولینو، سوداګرو، صنعت کارانو او د مستوفیت له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې له نوي مستوفي سره د تېر په څېر هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته بیا د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي نظام د مسئولیتونو ترسره کول د امانت، اطاعت او ژمنتیا غوښتنه کوي او د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره باید ټول مسئولین خپلې دندې په اخلاص او صداقت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي ضیاءالحق عثمان، تر دې وړاندې د پکتیا ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کوله.