د روان کال د وږې په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د تلې ۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۵) هـ.ل کال د وږې په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وشوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ګډون کړی وو.
په دغه ناسته کې د (۱۴۰۵) کال د وږې په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همداراز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې شول.
همدارنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حلولو ډاډ ورکړل شو.