په تېرو دو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د تلې ۱۹مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.
په دغو نیول شویو توکو کې (۲۰۰۷۶) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۲۹۳۶) کیلو ګرامه د وسایطو پرزې، (۹۴۸۸) کیلو ګرامه جاروګان، (۸۷۰۴) کیلو ګرامه اورلګیت، (۴۱۳۲) کیلو ګرامه رخت، (۱۹۱۴) کیلو ګرامه رُب، (۲۹۳۴) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۵۶۵) کیلو ګرامه ټایرونه، (۳۶۰۰) کیلو ګرامه کچالو، (۱۲۴۳) کیلو ګرامه د سینګار توکي، (۱۲۶۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۱۱۰) کیلو ګرامه مالګه، (۸۸۵) کیلو ګرامه خولۍ، (۵۳۵) کیلو ګرامه خالي بوجۍ، (۵۹۸) کیلو ګرامه شامپو، (۴۲۰) کیلو ګرامه مکروني، (۴۱۵) کیلو ګرامه ملایي، (۳۰۴) کیلو ګرامه پنیر، (۳۷۰) کیلو ګرامه نوشابه باب، (۸۳۳) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۱۰۳۴) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۱۲۵۶) کیلو ګرامه رنګ او تینر، (۲۳۲) کیلو ګرامه د وېښتانو تېل، (۳۰۰) کیلو ګرامه پټوان، (۲۰۹۶) کیلو ګرامه لوښي، (۱۹۵۷) کیلو ګرامه پلاستیک،(۳۴۴۷) د کالیو وینځلو مایع، (۳۰۰) کیلو ګرامه طبي وسایل، (۷۵) ټنه سمنټ،(۸۵۵) کیلو ګرامه پلاستیکي بارجامه، (۲۶۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۱۵۰) کیلو ګرامه دال نخود، (۴۶۸) کیلو ګرامه هګۍ او (۱۰۰) کیلو ګرامه نوې البسه شامل دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.