د هرات ولایت د روزنګ ګمرک د رېل پټلۍ لپاره د ځانګړې تلې د نصبولو چارې پیل شوې
چهارشنبه، ۱۵ تله ۱۴۰۵5 دقیقې لوست

د تلې ۱۵مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د روزنګ ګمرک د رېل پټلۍ لپاره د (۴،۱۸۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د ځانګړې تلې د نصبولو چارې پیل شوې.
دغه تله به د روزنګ ګمرک د رېل پټلۍ په مسیر کې نصب شي، چې د واګونونو وزن به په اتومات ډول اندازه او په اړوند نظام (سیسټم) کې ثبتوي. د دې تلې په نصبولو سره به د ګمرکي پروسو روڼتیا لا زیاته او سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیايي میزانیې (بودیجې) څخه ورکول کېږي او د نصب او پلي کولو چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره کېږي.