د تخار ولایت سوداګرو، صنعتکارانو او د صنفي برخو استازو ته د مالیاتي نظام په تړاو سیمینار وړاندې شو

د لېندۍ ۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عامه پوهاوي پروګرامونو په دوام، دا ځل په تخار ولایت کې سوداګرو، صنعتکارانو او د صنفي برخو مالیه ورکوونکو ته د مالیاتي نظام، نویو تخفیفونو او تعدیلاتو په اړه معلوماتي سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په ترڅ کي د افغانستان د مالیاتي نظام د څرنګوالي، د نویو مالیاتي تخفیفونو او تعدیلاتو د تطبیق، د مالیه ورکوونکو د حقونو او مکلفیتونو او اړوندو مالیاتي کړنلارو په اړه هر اړخیز او تشریحي معلومات وړاندې شول.
د دغه سیمینار موخه د مالیه ورکوونکو د ستونزو حل، د هغوی د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ، د سوداګرۍ او صنعت د ودې لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول او د مالیه ورکوونکو د رضایت کچې لوړول وو.
په پای کې ګډونوالو هم د یاد سیمینار په ترڅ کې د مالیاتي موضوعاتو په اړه خپل معلومات وړاندې کړل او د دا ډول پروګرامونو جوړېدل یې د مالیه ورکوونکو او عوایدو ادارې ترمنځ د پوهاوي او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.