د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۷) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

دوشنبه، ۲ لیندۍ ۱۴۰۵4 دقیقې لوست
د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۷) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د لېندۍ۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې عمومي ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدنې مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه شويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۵) کال عقرب (لړم) میاشتې له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کې (۲۷) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې ډلې (۱۸) شکایتونه د وټس اپ له لارې او (۹) شکایتونه په حضوري بڼه له دغه آمریت سره شریک شوي دي، چې یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چې د دغه آمریت له لوري یې ټولو (۲۷) شکایتونو ته رسېدنه شوې.
د یادونې وړ ده، چې ټول هیوادوال کولای شي، چې د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارنې په برخه کې د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چې د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af