د سمنګان ولایت سوداګرو، صنعتکارانو او صنفي برخو استازو ته د مالیاتي نظام په تړاو سیمینار وړاندې شو

دوشنبه، ۲ لیندۍ ۱۴۰۵5 دقیقې لوست
د سمنګان ولایت سوداګرو، صنعتکارانو او صنفي برخو استازو ته د مالیاتي نظام په تړاو سیمینار وړاندې شو

د لېندۍ۲مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عامه پوهاوي پروګرامونو په دوام، دا ځل په سمنګان ولایت کې سوداګرو، صنعتکارانو او د صنفي برخو مالیه ورکوونکو ته د مالیاتي نظام، نویو تخفیفونو او تعدیلاتو په اړه معلوماتي سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په ترڅ کې د افغانستان د مالیاتي نظام د څرنګوالي، د نویو تخفیفونو او تعدیلاتو د تطبیق، د مالیه ورکوونکو د حقونو او مکلفیتونو او مالیاتي کړنلارو په اړه تشریحي معلومات وړاندې شول، چې موخه یې د مالیه ورکوونکو د ستونزو کمول، د هغوی د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ، د سوداګرۍ او صنعت د ودې لپاره د اسانتیاوو برابرول او د مالیه ورکوونکو د رضایت زیاتول دي.
په وروستیو کې ګډونوالو هم د یاد سیمینار په ترڅ کي د مالیاتي موضوعاتو په اړه خپل معلومات زیات کړل او د دا ډول پروګرامونو جوړېدل یې د مالیه ورکوونکو او عوایدو ادارې ترمنځ د پوهاوي او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.